Language

په بلخ کې اور لګېدنې ميليونونه افغانۍ زيان اړولى

مزارشريف (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د شولګر ولسوالۍ بازار ته نږدې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې سهار وخته سيمې ته اطفايه لېږل شوې او اور يې مړ کړى خو نوموړي د زيانونو په اړه معلومات نه درلودل.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې د اور لګېدنې له امله ١٥ دوکانونه، يو هو‌ټل، د ګازو او تېلو پمپ، ٣ موټر او له سودا ډک يو کاماز موټر سوځېدلي دي.

د حاجي ميرويس په نوم يوه قومي مشر پژواک ته وويل چې اطفايه څو ساعته وروسته په داسې حال کې ور ورسېده چې اور خلکو ته ډېر زيانونه اړولي وو.

دى وايي چې اور د تېلو په پمپ کې د ګازو د ليکي له امله لګېدلى او بيا اور د نږدې يوې ويالې له اوبو سره ګډ او تر بازاره رسېدلى و.

د نوموړي په وينا، کله چې اور لګېدلى، نو ګاز او تېل سره ګډ شوي او بيا تر لرې سيمو پورې يې سرايت کړى دى.

هغه له حکومته وغوښتل چې له زيانمنو شوو خلکو سره مرستې وکړي.

login or register a new account.