Language

د بره کې برک یو ښوونځی په جګړه کې سوځېدلی

لومړى تعقيب - پل علم (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه د څلورو طالبانو په وژل کېدو او د څلورو طالبانو او څلورو امنيتي سرتېرو په ژوبلېدو پاى ته ورسېده.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو، نن سهار پنځه بجې د دې ولسوالۍ په چلتن سيمه کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل.

ده زياته کړه، دغه جګړه غرمه مهال شاوخوا دولس بجې پاى ته ورسېده.

د هغه په وينا، د دغو بريدونو له امله څلور طالبان وژل شوي او څلور طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده جګړه تاييد کړه او ويي ويل، د جګړې له امله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې د دې جګړې له امله په چلتن سيمه کې يو ښوونځى سوځېدلى دى.

هغه وويل: ((له دې جګړې څخه يو توغندى د چلتن په منځني ښوونځى لګېدلى چې د ښوونځي يوه برخه، چوکۍ او مېزونه يې سوځېدلي دي.))

دغه راز د چلتن سيمې اوسېدونکي محمد عارف هم پژواک ته وويل چې د دې جګړې له امله يو ښوونځى سوځېدلى دى.

دى هم وايي، په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د ځينو عامو خلکو په کورونو هم مرمۍ لګېدلې دي.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد ذاکر هاشمي پژواک ته وويل، په نجراب او الاساى ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

د هغه په وينا، په دې نښتو کې دوه طالبان وژل شوي او څلور طالبان او يو سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

login or register a new account.