Language

ازبکستان د افغانستان په خراب امنيتي حالت اندېښنه وښوده

 کابل(پژواک، ۸ زمرى ۱۳۹۵): د ازبکستان ولسمشر د افغانستان د خرابې امنيتي وضعې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره په خپل سرحد کې د ناامنيو او ګواښ  د له منځه وړلو غوښتونکى شو.

 د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف دغه ټکى تېره ورځ د ملي امنيت په شورا کې چې له افغانستان سره ددغه هېواد د سرحدي اوضاع په اړه جوړه شوې وه ، په ډاګه کړ.

 د ازبکستان د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې اسلام کريموف په دغه غونډه کې له افغانستان سره په سرحد کې د موجود امنيتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي .

 په خبرپاڼه کې راغلي (( په دې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د پام وړ امنيتي وضعيت خراب شوى. د وسله والو طالبانو ډله چې مخکې يې په لرې پرتو سيمو کې بريدونه کول اوس يې بريدونه لويو ښارونو ته متوجه کړي او همدارنګه ددغه هېواد په قلمرو کې د داعش ډلې نفوذ هم زيات شوى .))

 ازبکستان د افغانستان په شمال کې واقع دى او له افغانستان سره ١٣٧کيلومتره کډه پوله لري .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.