Language

د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي

ګردېز(پژواک، ۸ زمرى ۹۵): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د دوو کورنيو د خپلمنځي نښتې په پايله کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د پکتیا د مرکز اړوند د درې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه، ياده شخړه پر شخصي ځمکې او اوبو رامنځته شوې چې تر هغه وروسته دواړو کورنيو له ټوپک څخه ګټه اخيستې چې دوه تنه په کې وژل شوي او لس نور ټيپان دي.

دی وايي چې دوه تنه ټپيان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د ده په وينا، سيمې ته امنيتي ځواکونه او قومي مشران ورغلي ترڅو د يادې پېښې له نورې مرګ ژوبلې مخنیوى وکړي.

قومي مشر رضا خان وويل چې دواړه کورنۍ د يو قوم خلک دي او دوی هڅه کوي چې د يادې شخړې د اوږدېدو مخه ونيسي.

ياده دې وي چې د روان کال له پېل راهيسې په پکتيا کې ورته لسګونه پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.