Language

سرچينه : وسله والو طالبانو ګرمسېر کې يو شمېر سيمې نيولې دي

لښکرګاه پژواک ۸زمری۹۵) د هلمند چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ په بې نادر سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او له امنيتي ځواکونو يې يو شمېر سيمې نيولې دي.

ګرمسېر د هلمند په سوېل کې يواځنۍ امن لرونکې ولسوالۍ وه چې له يوې اوونۍ راهيسې د وسله وال طالبانو لخوا په کې  بريدونه پيل شوي.

د يادې ولسوالۍ د پوليسو د يوې پوستې قوماندان د نوم نه  اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تېره  شپه لسګونه وسله والو له خانشين ولسوالۍ څخه د ګرمسېر په بې نادر سيمو بريدونه  پيل او د سيمه ييزو پوليسو يوه  لويه پوسته يې نيولې ده.

سرچينه زياتوي، اوس هم  په سيمه کې ډزې روانې دي، وسله وال  غواړي نور پر مختګ هم کړي او د سيمه  ييزو پوليسو د قوماندان عبدالله خان  امنيتي پوسته، کور او دوه پولونه يې  په بمونو الوځولي او د ولسوالۍ خواته تللې لارې يې تړلې دي.

دوه ورځې وړاندې دګرمسېر د ټولنېزي شورا مشر محبوب خان خبريالانو ته وويل چې وسله وال طالبان د خپل پلان له مخې غواړي يوه يوه  پوسته  ونيسي او ځانونه له دښتو څخه شنو سيمو او کليو ته ورسوي.

ده وويل، يواځې شپږ نوې پوستې او دامنيتي ځواکونو لږ پاملرنه کولی شي، د وسله والو احتمالي پلانونه شنډ او سيمه په خپل حال په امن کې پاتې شي.

د هلمند د والی وياند عمر ځواک مني چې تېره شپه په بې نادر سيمه کې د سيمه  ييزو پوليسو يوه  پوسته وسله والو نيولې ، خو اوس يې د بېرته  نيولو لپاره  عمليات  پيل شوي.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه يې د يادې ولسوالۍ د بې نادر په سيمه کې جګړه پيل کړې او دوه امنيتي پوستې يې نيولې دي.