Language

په ننګرهار کې پنځه امريکايي سرتېري ټپيان شول

 کابل(پژواک، ۸  زمرى ۱۳۹۵): امريکايي سرچينې وايي چې حد اقل پنځه امريکايي سرتېري د افغانستان په ختيځ کې له داعش وسله والو سره په جګړه کې ټپيان شوي دي .

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ اسوشیتدپرس ته ويلي دي چې دغه امريکايان  په لومړي ځل په افغانستان له داعش ډلې سره د جګړې پرمهال ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون ويلي چې دغه پنځه امريکايي سرتېري په ننګرهار ولايت کې له داعش ډلې څخه د سيمو د نيولو پرمهال چې د افغان ځواکونو ملګرتيا يې کوله په مخامخ جګړه کې ټپيان شوي دي.

 هغه د ټپي امريکايي سرتېرو روغتيايي حالت ښه ياد کړى .

 اوس مهال په ختيځ کې افغان امنيتي ځواکونه چې له داعش او وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي د امريکايي ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن دي .

 په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې پرضد د افغان ځواکونو عمليات ګړندي شوي ، افغان ځواکونو زياتې سيمې له داعش وسله والو څخه نيولي او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.