Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېتانيا لومړۍ وزیره: په وارسا ناسته کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ یو

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د برېتانيې نوې لومړۍ وزيرې له ولسمشر غني سره په ټيلېفوني خبرو کې له اداري فساد سره په مبارزه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو هرکلى وکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني او د برېتانیې نوې لومړۍ وزیرې ټېرېزا مي، پرون شپه ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د ټيلېفوني خبرو پر مهال دواړو لورو د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا په ځانګړې توګه د افغانستان او برېتانیې د مناسباتو د پیاوړتیا په هکله وغږېدل.

سرچينه زياتوي، د برېتانیې نوې لومړۍ وزیرې ولسمشر غني ته له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ویل، برېتانیه خپلو هغو تعهداتو ته چې په وارسا ناسته کې يې کړې دي، ژمنه ده.

هغې له اداري فساد سره په مبارزه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او ويې ویل: "د افغانستان حکومت له خوا فساد سره د مبارزې د بنسټونو له جوړېدو په ځانګړي ډول د درنو جرمونو د تحقیقاتو له برخې ملاتړ کوو."

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برېتانیې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د دغه بهیر په دوام یې ټينګار وکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.