خوست ښار (پژواک، ۱۰ زمرى ٩٥): په خوست ښار کې د يو لوى منار د جوړولو چارې پيل شوې.
ياد منار چې ۳۵ متره لوړوالی به ولري، د ښار په لوېديځه برخه کې د خوست ګردېز د لويې لارې په اوږدو کې په اساسي ډول جوړېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د زمري په ١١مه د ياد منار د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک ته وويل چې پر دغه منار د ښاروالۍ له انکشافي بوديجې څخه ۱۹ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به يې د لسو مياشتو په موده بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه چې د ياد منار تر څنګ د خوست ښار د مجاهد څلورلارې څخه بيا تر کباړ سرای پورې په اساسي ډول د سړک دواړو غاړو ته د لښتيو او همدارنګه د سړک په منځ کې د ګلدان جوړول هم شامل دي.
والي حبيبي زياتوي: ((نه يواځې د دې پروژې، بلکې د بيارغونې ټولو هغو پروژو چې دا مهال د خوست په مختلفو برخو کې تر کار لاندې دي، د کميت تر څنګ به يې کيفيت ته هم ځانګړې پاملرنه وشي او وخت په وخت به ترې څارنه کوي.))
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير بيا وويل، دوی پلان لري چې دا ډول منارونه او دروازې د ښار په نورو دروازو او څلورلارو کې هم جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه چې دا مهال د ښار په مختلفو برخو کې د ښاروالی رياست له لورې د سړکونو او پلونو په ګډون ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي.
هغه وویل: ((د ښاروالۍ رياست ژمن دی، چې ټولې پروژې به د پلان او نقشې مطابق باکيفيته سرته رسوي. دا ۱۴ مه پروژه ده، چې پلې کيږي او دا لومړی ځل دی، چې د ښاروالی په چوکاټ په دومره شمېر سره پروژې پلې کېږي.))
ښاروال انجنير عبدالبصير همدارنګه زياتوي چې تر دې دمه په روان ۱۳۹۵ لمريز کال کې د ښاروالۍ ۹۵ سلنه انکشافي بوديجه په مصرف رسولې او د کال تر پايه به سل سلنه بوديجه د بيارغونې په کارونو مصرف کړي.
login or register a new account.