Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مهترلام کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل

مهترلام (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١١مه،پژواک خبري اژانس ته وويل  چې چاودنه نن سهار  شاوخوا نهه نيمې بجې د مهترلام ښار اړونده د عصمت په څلور لاري کې وشوه.

هغه زياته کړه چې چاودنه د پوليسو پر يو رېنجر موټر د چسپکي ماين له امله شوې، خو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

ځواک وايي چې په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي چې د پوليسو لخوا روغتون ته ولېږدول شول.

د مهترلام د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ياد ټپيان راوړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

ددې چاودنې مسووليت تراوسه  چا نه دى منلى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.