Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د ولايتي شورا رييس ټپي او يو ساتونکى يې و وژل شو

مهترلام (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د لغمان د ولايتي شورا رييس له اتو نورو کسانو سره په يوه چاودنه کې ټپي او يو ساتونکى يې وژل شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د مهترلام ښار اړوند د سراج له بڼ سره نږدې وشوه.

هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله هغه مهال ورته چاودنه ورکړل شوه چې د  ولايتي شورا رييس محمد طاووس عادل له سيمې څخه په تېرېدو کې و.

ځواک وايي چې په دې چاودنه کې د ولايتي شورا رييس له اتو نورو کسانو سره ټپي شوى او يو ساتونکى يې وژل شوى دى.

د والي د وياند په وينا، په ټپيانو کې څلور ملکي وګړي او څلور د ولايتي شورا د رييس ساتونکي دي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عطاءالله نيازي پژواک ته وويل چې ملکي روغتون ته له يادې پېښې يو جسد او ٩ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه د ولايتي شورا د رييس او نورو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د واحدالله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د سراج بڼ تر څنګ د سړک پر غاړه درول شوى و.

د نوموړي په وينا، کله چې د ولايتي شورا رييس خپل دفتر ته روان و، نو د ريموټ په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوه.

دى وايي چې په پېښه کې ټپي شوي ملکي کسان پلې لارويان وو.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.