محمود راقي (پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله والو مخالفينو د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو او کورغل پر پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې په رامنځته شوې نښته کې يو وسله وال او يو ملکي وګړى وژل شوى او شپږ نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د قادري په وينا، دا جګړه د اله سای او تګاب پر سړک شوې او په نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
بل خوا د شاهين په نوم د تګاب يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې د نښتې پر مهال يو شمېر مرمۍ د خلکوپر کورونو لګيدلي، چې له امله يې هغوى ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي چې ځېنې د درملنې په موخه د کابل اېمر جنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.