ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

د هلمند چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

author avatar
5 Aug 2016 - 16:33
د هلمند چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي
author avatar
5 Aug 2016 - 16:33

لښکرګاه ( پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): د هلمند چارواکي په دغه ولايت کې د لسګونو وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د  زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د مارجې او ناد علي په ولسواليو کې د دولت ٩٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او د طالب قوماندان ګوډ ملا آغا ولي په ګډون ٥٦٥ وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، امنيتي او دفاعي ځواکونو د نادعلي په چاه انجير او د مارجې ولسوالۍ مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ٤٣ وسله وال وژل شوي.

ځواک وايي، دغه راز په ځمکنيو عملياتو او مخامخ نښتو کې ٣٠ تنه وسلوال مخالفين په نادعلي ولسوالۍ او پنځه ويشت تنه مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ده وويل، چې ددې بريدونو له امله وسله وال مخالفين تښتيدلي او تېره شپه د ناد علي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې نښتې نه دي شوي.

د والي وياند زياتوي، چې دښمن خپل ٢٥ وژل شوي وسلوال د باباجي په لويه هديره،٢٧ وسلوال دګرشک ولسوالۍ په شين ډک مانده، ٧ وسلوال په کاريز هديره او ٣٩ وسلوال د مارجې په سيستاني هديره کې خښ کړي دي.

که څه هم نوموړي په دې نښتو او عملياتو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو ددې ولايت د ولايتي شورا سرچينې وايي، چې په دې نښتو کې يو شمېر دولتي سرتېرو هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا وسلوالو مخالفينو د کندهار- هلمند پر لويه لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي، چې له امله يې ياده لاره له سهار راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې د ناد علي ولسوالۍ ډېرې برخې وسله والو مخالفينو نيولې، يواځې د ولسوالۍ مرکز او د لښکرګاه لويه لاره له دولتي ځواکونو سره سره دي.

وسله والو مخالفينو هم په بېلا بېلو سيمو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو دوژلو ادعاوې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.