پل علم (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې د ازرې- خاکجبار ولسواليو د لويې لارې د ساتنې قوماندان له خپلو څلورو نورو ملګرو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د لوګر د ازرې او د کابل د خاکجبار ولسواليو د لويې لارې د ساتنې قوماندان جګړن سيد ستار هاشمي له خپلو څلورو نورو ملګرو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
هغه وويل: ((دغه ماين طالبانو د خاکجبار د عمر کلي په سيمه کې ځاى پر ځاى کړى و چې دغه قوماندان او څلور ساتونکي يې و وژل شول.))
د صالح په وينا، د ازرې- خاکجبار لويه لاره نا امنه ده او کله نا کله طالبان په دې لاره کې ماينونه هم خښوي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس سيد قريب الله سادات هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه ماين وسله والو طالبانو ځاى پر ځاى کړى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څلور ورځې وړاندې هم په دې لاره کې د ماين د چاودنې له امله د يوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي ووژل شول.
د ازرې- خاکجبار تر منځ دغه لاره تېر کال جوړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د ازرې ولسوالۍ لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده او ډېرى اوسېدونکي يې لومړی ننګرهار بيا کابل او بيا لوګر ته سفر کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP