Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان والي : د وسله والو مخالفينو د لويې دسيسې مخه نيول شوې

مهترلام  (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥) : چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې يې د  وسله والو مخالفينو د يوې لويې دسيسې مخه نيولې ده.

دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا له قوماندان بريد جنرال نور الله قادري،  د لغمان امنيه قوماندان پاسوال مطيع الله صافي او د ملي امنيت رييس سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د لغمان والي په پيل کې د ملي ځواکونو د تېرې شپې د مېړانې او سرښندنې د ستاينې تر څنګ د ځپل شويو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه چې ملي ځواکونو وکولى شول په مېړانې سره د هغه شوم پلان مخه ونيسي  چې وسله والو مخالفينو غوښتل، الينګار ولسوالۍ ته غځېدلې لاره وتړي.

نعيمي وويل ، د حکيم اباد، ميدانيو او د بي بي هاجرې په سيمو کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په بېلا بېلو وسله والو نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي، چې د پنځو شهرت يې تثبيت شوى او ٢٦ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې درې پوليس هم  ټپيان شوي دي.

والي د وژل شويو او ټپي وسله والو د هويت په اړه وويل  چې په دوى کې يو تن د مبارز په نوم هغه څوک و چې نږدې دوه مياشتې وړاندې يې د چلمټيو په سيمه کې د خپلې پوستې څلور پوليس وژلي او وروسته له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوى و.

نعيمي دغه راز له  نامسوولو وسله والو سره د قانوني چلند په تر سره کولو سربېره د هغو کسانو د تثبيت، تشخيص او نيولو خبرداری ورکړ چې د امنيتي ځواکونو او د نظام خلاف د دښمن لپاره شوم او ورانکاري تبليغات مخته وړي.

د لغمان والي وسله وال مخالفين د ملکي تلفاتو اصلي مسوولين  وګڼل  او ويې ويل چې دوی د ملي شتمنيو او ولس دښمنان دي.

هغه ولس ته  ډاډ ورکړ چې د دوی د امنيت د خونديتوب په برخه کې لا نور چټک ګامونه واخلي او پرې به نږدي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

والي له خلکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې دغو ورانکارو، ماين خښوونکو او د بې ګناه انسانانو قاتلانو ته ځای ور نه کړي.

بلخوا طالبانو ويلي چې د لغمان ولايت په مرکز کې يې له حکومتي ځواکونو درې پوستې نيولې، تر لسو زيات پوليس يې وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.