لښکرګاه (پژواک ١٦ زمرى ٩٥): د هلمند والي د ښار هټیوالو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلونکو دوو اونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي.
د هلمند والي حيات الله حيات نن د خبري کنفرانس پر مهال وویل، تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کارونه جرم ګڼل کېږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي.
نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین کې همکاري وکړي او په راکړه ورکړه کې د پاکستانیو کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.
دى وايي: "افغانۍ زموږ ملي هویت دی او په کار ده، چې ټول ملي هویت ته په درناوي په خپلو افغاني بانک نوټونو افغاني تولیدات واخلو."
والي د اصنافو له اتحادیو او سوداګرو وغوښتل، څو د ټولو توکو قېمتونه په افغانیو واړوي او د ښاروالۍ له نرخ پاڼې سره سم یې پر ښاریانو خرڅ کړي.
څو ورځې وړاندې په کندهار کې دولتي چارواکو په کلدارو سوداګريزه راکړه ورکړه بنده کړه. دغه راز نن په پکتيا کې سلګونو ځوانانو د پاکستانۍ کلدارو د چلښت پر ضد د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ.
login or register a new account.