کلات (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): وسله والو طالبانو خپل دوه غړي په زابل ولايت کې د خيانت په تور وژلي او جسدونه يې د کابل- کندهار پر لويه لاره اچولي وو.
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني د زمري په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغو دوو کسانو جسدونه نن سهار د کابل- کندهار لويې لارې ته څېرمه د بريام مانده په سيمه کې موندل شوي دي.
هغه زياته کړه، د يادې سيمې اوسېدونکو ورته معلومات ورکړل چې هلته دوه جسدونه پراته دي، وروسته امنيتي ځواکونو ياد جسدونه د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدول.
د ولسوال په خبره، د وژل شوو کسانو لاسونه او پښې شا ته تړل شوي وو او دواړه د منځني عمر خاوندان دي.
د ده په خبره، له جسدونو سره په لاس ليکل شوي ليکونه هم موندل شوي چې په کې د وسله والو طالبانو له لوري ويل شوي چې ياد کسان د دوى غړي وو، خو له ډلې سره يې د خيانت په تور وژلي دي.
ولسوال زياتوي چې په ليک کې د وژل شوو کسانو د ټيلېفون شمېرې هم وې چې د امنيتي ځواکونو له لوري يې له کورنيو سره اړيکې نيولې او د ولسوالۍ مرکز ته غوښتل شوي.
درانى وايي، تر پلټنو وروسته به معلومه شي چې ايا ياد کسان په رښتيا هم وسله وال طالبان وو او که د شخصي ستونزو له امله وژل شوي او پر طالبانو تاوان شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP