Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى

مهترلام (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سيداحمد تېر ماښام د مهترلام اړوند د حکيم اباد په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوى دى.

نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په دې نښته کې قوماندان سيد احمد وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپیان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې سيداحمد د زرو سيمه ييزو پوليسو قوماندان و او له وسله والو مخالفينو سره يې په جګړو کې مهم رول درلود.

د يادونې ده‌، وسله والو مخالفينو له تېرو دوو ورځو راهيسې د لغمان د مرکز مهترلام په څو کيلومترۍ کې پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړي چې اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له نورو امنيتي چارواکو سره پرون په يوه خبري غونډه کې وويل چې وسله والو مخالفينو د لويو بريدونو پلان درلود چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې پلان شنډ شو.

هغه ادعا کړې وه چې په دې نښتو کې ١٦ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو هم په دغو بريدونو کې د ګڼو دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.