پل علم (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د لوګر پر بره کي برک ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبولي او ٢٠ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو د لوګر د بره کي برک پر ځينو سيمو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې بريدونه پر شا تمبول شوي او ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بره کي برک ولسوال محمد امين رحيم پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو د ميدان وردګو له سيداباد د لوګر له څرخ او خروار ولسواليو څخه لسګونه وسله وال د بريد لپاره راټول کړي وو.
د نوموړي په وينا، وسله والو د شپې په دوو بجو بريدونه پيل کړي وو او جګړه د سهار تر شپږو بجو پورې روانه وه.
ولسوال وايي چې په دې جګړه کې ١١ وسله وال وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي او د يو شمېر جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.
رحيم وويل چې په دې جګړه کې دوه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي او په کليو کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
د عبيدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ټوله شپه د ولسوالۍ په مرکزي برخو کې نښتې روانې وې.
د هغه په وينا، وسله والو د بره کي راجان او د ولسوالۍ له بازاره پر پوستو بريدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP