مزارشريف (پژواک، ۱۹ زمری ۹۵): د بلخ د شورتپې او کلدار ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان سرحدي پوليسو يې له تېرو دوو کلونو ډېری ځوانان له ځان سره بيولي دي.
کلدار او شورتېپه ولسوالۍ له ازبکستان هېواد سره په سرحد کې د امو سيند پر غاړه پرتې ولسوالۍ دي چې د بلخ له مرکز مزارشريف ښار څخه کابو سل کيلومتره واټن لري.
د کلدار ولسوالۍ قومي مشر ملا عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو دريو کلونو يې د ولسوالۍ يو شمېر ځوانان د امو سيند له غاړو څخه ازبکستاني سرحدي پوليسو له ځان سره بيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې ځوانان د ساعت تېريو او ځيني وخت ماهيانو د ښکار لپاره د امو سيند غاړې ته ورځي.
هغه وايي چې وخت ناوخت د ازبکستان له سرحدي پوليسو سره مخ کېږي او هغوی يې په زوره له ځان سره بیايي.
عبدالرحيم وويل، له تېرو دوو درې کلونو د يادې ولسوالۍ له هزاره توقي، متارق او جنګل ارق کليو څخه تر لسو زيات ځوانان د ازبکستان سرحدي پوليسو له ځان سره بیولي دي.
نوموړي زياته کړه چې دوی د خپلو ځوانانو په ګرموالي لا هم پوه نه دي.
د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ازبکستاني سرحدي پوليسو له خوا د ځوانانو بیولو پخلی کوي.
د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالرشيد پژواک ته وويل چې له تېر يو کال څخه يې خوريی د ازبکستاني پوليسو له خوا نیول شوی چې لا یې هم درک نه دی معلوم.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو دوو دريو کلونو کې کابو ۱۵ ځوانان له يادې ولسوالۍ وړل شوي چې ځيني د سرحدي پوليسو په منځګړتوب بېرته خوشي کړای شوي دي.
هغه د بلخ له دولتي او امنيتي چارواکو له ازبکستاني سرحدي پوليسو سره د شته ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د بلخ دولتي چارواکي د ازبکستاني سرحدي پوليسو له خوا د افغان ځوانانو د وړلو په اړه ناخبري ښيي.
login or register a new account.