Language

د امنیتي ځواکونو نه همغږۍ پکتیا نا امنه کړې

ګردېز (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله ورځ تر بلې نا امنۍ ډېرېږي.

دوی وايي چې د پکتيا ډېری ولسوالۍ، لويې لارې او لرې پرتې سيمې ورځ تر بلې نا امنه کېږي او اوسېدونکي يې له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

دغه څرګندونې د پکتيا د ولايتي شورا او مدنې ټولنو غړو د زمري په ١٩مه د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

په دې غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وويل چې د امنيتي ادارو تر منځ يواځې په تشريفاتي ناستو او ويناو کې همغږي شته خو په عمل کې هېڅ نشته او هره امنيتي اداره پر خپل سر عمل کوي .

نوموړی وايي که چېرې دغه نه همغږي همداسې دوام  وکړي نو امنيتي ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د يادې شورا مرستيال حفيظ الله مبارز هم ورته خبره کوي او وايي چې د ادارو تر منځ نه همغږي دې حد ته رسېدلې چې په ورځو ورځو له دوی څخه لويې لارې د وسله والو له لوري تړلې پاتې کېږي.

نوموړی دا هم وايي چې که حکومتي چارواکي د پکتيا امنيتي وضعيت جدي ونه ګڼي ښايي ستونزې يې ډېرې زياتې شي.

د دوی په خبره، که امنيتي وضعيت ته پام ونه شي او ټولې نظامي ادارې په همغږۍ د وسله والو په مقابل کې ونه درېږي، ستونزه به ورځ تر بلې زياته او د افغان ځواکونو مرګ ژوبله به نوره هم لوړه شي.

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال اصف خېل  وويل چې  وسله وال مخالفين د دولتي ادارو د نه همغږۍ له امله ګټه اخلي او خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .

نوموړی په دې وروستيو جګړو کې د خلکو د زيانمنېدو خبره کوي او وايي چې د جګړو له امله هم دولتي کسانو او هم د ملکي خلکو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

اصف خېل وايي، په دې وروستيو کې تر شلو زيات ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي او موږ له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي .

خو د پکتيا امنيه قوماندانۍ د ادارو تر منځ نا همغږي په کلکه ردوي او وايي چې ټولې ادارې تر يوه غږ لاندې خپلې دندې پر مخ وړي .

login or register a new account.