Language

د مزارشريف ځانمرګي بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٥ نور  ټپيان دي

لومړى تعقيب- مزارشريف (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ځانمرګي بريد له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٥ نور ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه ځانمرګى بريد نن (د زمري ١٩مه) د غرمې شاوخوا دوولس نيمې بجې د مزارشريف ښار اړوند روضې ته نږدې د منډوي تر څنګ شوى.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته يو مړی او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي دمګړۍ د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.

د عبيدالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګى پلى و او د خلکو په منځ کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.

په سيمه کې د ځانمرګي بريدګر جسد ليدل کېږي چې دوه ټوتې شوى دی.

دغه راز د پېښې ټپيان د پوليسو او خلکو له خوا روغتون ته لېـږدول شوي دي.

د مزارشريف د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته يو مړی او شپږ  ټپيان ور وړل شوي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.