ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانان کار غواړي

د خوست ځوانان کار غواړي

author avatar
10 Aug 2016 - 19:41
د خوست ځوانان کار غواړي
author avatar
10 Aug 2016 - 19:41

خوست ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د خوست ځیني ځوانان له دولته غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار زمينه برابره کړي.

ځوانانو يادې څرګندونې د زمري په ٢٠مه په هغې غونډه کې وکړې چې له دولته د ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، چې د خوست مرکز تر څنګ د دغه ولايت د ځینو ولسواليو لسګونو ځوانانو په کې ګډون کړی و.

يادو ځوانانو همدارنګه ويل، هر کال د خوست د شيخ زايد پوهنتون او د نورو نيمه او لوړو زده کړو له مرکزونو څخه زرګونه ځوانان فارغېږي، خو د کاري فرصتونو د نه شتون له امله بې روزګاره ګرځي.

د سيد سبا په نوم يو ځوان د دې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل: ((نظام بايد خلکو ته کار پيدا کړي او له ځوانانو سره همغږی وي، څو ځوانان دولت ته را وګرځي؛ ځکه دوی په ځينو برخو کې مايوسه شوي او دا ډول غونډې کولی شي چې د ځوانانو پاملرنه راجلب کړي.))

يو بل ځوان خليل جان ګربزوال هم وايي، تر ټولو لويه ستونزه چې د خوست او په مجموع کې د ټول هېواد ځوانان ورسره مخ دي، هغه د بې روزګارۍ ستونزه ده.

د هغه په وينا، دولت بايد پر يو داسې ميکانيزم باندې کار وکړي چې دغه ستونزه په تدريجي ډول له منځه ولاړه شي.

هغه زياتوي: ((د بې کارۍ تر څنګ پر ځوانانو باندې د باور نه درلودل بله ستونزه ده، چې د دولت په لوړو پوستونو باندې کار وکړي. دولت بايد ځوانانو ته په لوړو پوستونو باندې د دندې زمينه برابره کړي.))

بلخوا د خوست والي حکم خان حبيبي چې د ځوانانو په ياده غونډه کې يې خبرې کولې، وويل چې د خوست ولايتي اداره ژمنه ده چې د دغه ولايت ځوانانو ته به په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه برابروي.

هغه زياته کړه چې د تېر يونيم کال په ترڅ کې له شپږو سوو زيات ځوانان د ازاد رقابت له لارې پر بېلابېلو دولتي پوستونو باندې پر دندو ګومارل شوي او دغه لړۍ به همداسې روانه وي.

دى وايي: ((له هغې ورځې چې ز You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.