Language

د بلخ ښځينه ورزشکارانې د مناسب ورزشي ځاى له نشتوالي سره مخ دي

مزارشريف (پژواک، ٢١ زمری ۹۵): د مزارشريف ښار کې ښځينه ورزشکارانې وايي، د وړ ځای د نشتوالي له امله خپلې ورزشي چارې په سمه توګه پر مخ نه شي وړلی.

دغه څرګندونې د زمري په ٢١مه، د پينګ پانګ يو شمېر ښځينه لوبغاړو د ځوانانو د ورځې په وياړ د پينګ پانګ د جوړې شوې سيالۍ په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ځوانانو د ورځې په وياړ د دغه ولايت د اولمپيک ادارې له خوا د پينګ پانګ د ښځينه لوبغاړو تر منځ سيالۍ پيل شوې.

د بلخ د اولمپيک مسوول محمد ابراهيم عثماني پژواک ته وويل، يادې سيالۍ يې د ځوانانو د ورځې په وياړ د ښځينه ورزشکارنو د هڅونې لپاره جوړې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، په دغو سياليو کې د بلخ ولايت د پينګ پانګ لسو ښځينه لوبغاړو برخه اخيستې ده، چې درې ورځې به دوام وکړي.

خو د يادې سيالۍ په اوږدو کې د پينګ پانګ ښځينه لوبغاړو په مزارشريف ښار کې د خپلو ورزشي چارو لپاره د وړ چاپېريال له نشتوالي شکايت وکړ.

طلوع برمکي چې په ياده سيالۍ کې برخه اخيستې، پژواک ته وويل، په مزارشريف کې د ښځينه ورزش له ټولو ستره ستونزه د وړ چاپېريال نشتوالی دی.

نوموړې زياته کړه، د امنيتي او ځينې سنتي مسايلو له امله بايد ښځينه ورزشکارانې د ورزش لپاره ځانګړي ځايونه ولري، چې لا ورته دغه اسانتيا برابره نه ده.

هغه وايي: ((په مزارشريف کې ښځينه وزرشکارانې منظم ځای نه لري، چې په ازاده توګه په کې خپل ورزش وکړای شي.))

طلوع وويل، يواځې د پينګ پانګ په برخه کې نه، بلکې نجونې د واليبال، فوټبال، بدن جوړونې او داسې نورو ورزشونو لپاره وړ ځای نه لري.

د بلخ اوسېدونکې او پينګ پانګ د ملي لوبډلې لوبغاړې شازيه عتيقي، چې په يادو سياليو کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې د امکاناتو او تجهيزاتو کمښت موجود دی.

نوموړې زياته کړه، نظر نورو ولايتونو د بلخ امنيت د ډاډ وړ دی؛ خو په ورزشي برخه کې بايد دولت ډېرې چارې تر سره کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.