لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۹۵): د هلمند يو شمېر قومي او جهادي مشران وايي چې حکومت د ستونزو د حل په برخه کې له دوى سره مشورې نه کوي نو ځکه ورځ تر بلې په دغه ولايت کې جګړې زور اخلي.
شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د هلمند له خانشين او ګرمسير او وروسته په ناوه او نادعلي ولسواليو کې جګړې پيل شوې او ډېر ژر د مرکز لښکرګاه تر څنډو ورسېدې.
يادو ستونزو ته په کتو سره د زمري په ٢١مه په مرکز لښکرګاه کې د هلمند قومي او جهادي مشرانو ګډه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې پخواني والي اميرمحمد اخندزاده وويل چې حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی او لورى ترې ورک دى.
ده په وینا، خلک نا ارامه دي، جګړې د لښکرګاه ښار ته را رسېدلې، په کلیو او ولسوالیو کې بمبارۍ روانې دي، هره ورځ ګڼ عام وګړي او امنيتي سرتېري وژل کېږي خو حکومت ورته اړين تدابير نه نيسي.
هغه وويل: ((حکومت بايد د دې ستونزې د حل په موخه له قومي او جهادي مشرانو سره مشورې وکړي، استبدادي چلند بايد ونه کړي، د خلکو پر وژنو بايد خپه شي.))
اخندزاده دا هم وويل چې د يادو ستونزو د حل په موخه دې په هېواد کې لويه جرګه جوړه شي.
دغه راز په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب حاجي حيدر وويل چې حکومت غير مسلکي کسان پر دندو ګوماري چې له امله يې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((پر حکومت مو د امنیت د ټیینګښت حق دی، دغه کار بايد راته وکړي خو اوس مسوولين بې پروا دي سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي او جګړه د لښکرګاه ښار ته رسېدلې ده.))
ده هم د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې يو بل ګډونوال معلم بصير وويل که حالات همدغه شان دوام پیدا کړي ډېر ژر به لښکرګاه ښار هم سقوط وکړي.
هغه وويل چې ورځ تر بلې ستونزې ډېرېږي او کنټرول يې د حکومت لپاره ستونزمن شوى دى.
login or register a new account.