Language

ولسمشر غني: د پکتیکا له تېلو او ګازو به د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار واخیستل شي

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): ولسمشر غني، ګاز او تېل د پکتيکا اصلي شتمني وبلله او ويې ويل، له دې شتمنۍ څخه به د هېواد او ولس د ښېرازۍ لپاره د ګټې اخیستنې مناسبې لارې ولټوي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د پکتیکا له مسوولینو، په ملي شورا کې د یاد ولایت استازو او مشرانو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په زېربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک هم حضور درلود، لومړی د پکتیکا والي محمد الياس وحدت د خپلو کړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د پکتیکا والي د لویو لارو د جوړولو او امنیت، وارداتي برېښنا، د کانونو د سروې او را ايستلو، د بند جوړولو، د ودانیو د کمبود، ارګون ولسوالۍ کې د ماسټر پلان د تطبیق، تر انګور اډې پورې د سړک جوړولو، د جاني خېلو ولسوالۍ سړک، د ویجاړو شوو سرکونو ترمیم، د پکتیکا د کدرونو د جذب، د پکتیکا پوهنتون د پوهنځیو او څانګو د زیاتوالي، د ارګون او خیرکوټ روغتونونو، د ولسوالیو د تړلو لارو، د پکتیکا د امنیتي ځواکونو د شتون او د کرکټ لوبغالي د جوړولو ستونزې او وړاندیزونه ولسمشر سره شریک کړل.

ورپسې په زېربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي وویل، د ښرنې په ۱۵ کیلومترۍ کې د بند جوړولو مقدماتي چارې به په یوه کال کې پیل او په دريو کالو کې بشپړې شي چې د زرګونو جریبه ځمکې د خړوبولو تر څنګ به دوه نیم مېګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

هغه زیاته کړه، پکتیکا ته د وارداتي برېښنا د ډیزاین چارې پیل شوې او تر راتلونکې غويي میاشت پورې بشپړېږي چې لس زره کورونو ته به انتقالي برېښنا ووېشل شي.

د ده په وينا، راتلونکو دريو کلونو کې به د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید چارې هم بشپړې شي.

د خبرپاڼې په حواله، د دوی له څرګندونو وروسته ولسمشر د پکتیکا له والي څخه مننه وکړه چې له ولس سره یې اړیکې او ناستې ډېرې کړې او د دې دوه اړخیزې لړۍ د تداوم ټينګار یې وکړ.

ده وویل، مسوولینو ته یې د وارداتي برېښنا ټینګه لارښوونه کړې او د چارو د پیلولو لپاره یې پیسې هم برابرې شوې دي.

همدارنګه یې د بندونو، برېښنا او سړکونو د جوړولو په برخه کې د ډاکټر همایون قیومي هڅې او همکارۍ د قدر وړ وبللې.

ولسمشر زياته کړه، د درې ډوله یعنې وارداتي، تولیدي او لمریزې برېښنا د چارو په بشپړولو سره به د پکتیکا د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه حل شي او د هېواد هر ولایت به د برېښنا له شبکې سره وصل شي.

نوموړي د لویو لارو د امنیت په برخه کې د ولس همکاري مهمه وبلله او ډاکټر محمداکرم خپلواک ته یې چې له اراضي او ولسونو سره بلد دی، لارښوونه وکړه چې په دې اړه له ولسونو سره په ګډه عملي طرحه ترتیب کړي او جمهوري ریاست ته یې وسپاري.

login or register a new account.