Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبه اړولې

مهترلام (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د يوې چاودنې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځوک د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون ماښام د مهترلام ښار اړوند د اليشنګ ولسوالۍ پر لاره د خواجه صاحب په سيمه کې د دوهم ماموريت پر پوليسو شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه پوليس او يو عام وګړى وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د ځواک په وينا، ټپيان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او د څلورو پوليسو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د لغمان په مرکز مهترلام او شاوخوا سيمو کې جنګونه روان دي 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.