Language

پکتیا کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې ٣٠ طالبان وژل شوي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

دغه څرګندونې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب د زمري په ٢١مه خبريالانو ته وکړې.

هغه وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د احمدخېلو ولسوالۍ د ترکنۍ په سيمه کې پر امنيتي قرارګاه بريد وکړ.

نوموړی وايي چې په دغه بريد کې دېرش وسله وال وژل شوي او پنځه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې دغه بريد د شپې پر درې بجې پيل شوی و او تر سهار يې دوام وکړ او  په سيمه کې اوس هم تصفيوي عمليات روان دي.

د ترکنۍ سيمې اوسيدونکي صبورګل پژواک ته وويل چې  ټوله شپه يې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوريدلي او تر سهار يې خوب نه دى کړى.

دی وايي په ياده قرار ګاه باندې سخته جګړه وشوه چې نن سهار هم د دواړو خوا و تر منځ ډزې تبادله کېدې خو د شپې په شان درنې نه وې.

وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د احمدخيلو په جګړه کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

خو مجاهد وايي چې د جګړې پر مهال ١١ امنيتي سرتېرې وژل شوي او دغه قرارګاه اوس هم طالبانو کلابنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د يو شمېر نوور ولايتونو په څېر په دې وروستيو کې په پکتيا ولايت کې هم هم جګړو زور اخيستی دی او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.