Language

مزار شريف، ترينکوت (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې پر يوه ملکي موټر د لاسي بم بريد له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو مزار شريف کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې يوه ناپېژاند تن پر ټکسي موټر لاسي بم غورځولى چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور  ټپيان دي.

درانى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، بريدګر پېژندل شوى او د نيولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.

د مزار شريف د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته درې ټپيان راوړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ  دى.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

د يو بل خبر له مخې په اروزګان ولايت کې د هاوان د يوې مرمۍ دلګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي  او يو تن ټپي دى.

ددې ولايت د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې پېښه نن سهار د ترينکوټ ښار اړونده ددروافشان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په ياده سيمه کې پر يوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى، چې درې واړه روغتون ته راوړل شوي دي.

ددې ولايت امنيتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.