Language

چارواکي: له تېرې شپې راهيسې هلمند کې امنيتي ګواښونه کم شوي

لښکرګاه (پژواک،۲۳زمری ٩٥): چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په هلمند کې امنيتي ګواښونه او بريدونه کم شوي او دولتي ځواکونو په ځينو سيمو کې پرمختګونه کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ٢٣مه، تر غرمې وروسته په خبري غونډه کې وويل، چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې تېره ورځ وسله والو بريدونه کړي وو چې له امله يې امنيتي ځواکونو خپلې پوستې د لنډې مودې لپاره پريښې وې.

هغه زياته کړه، خو ډېر ژر يې د يادو بريدونه مخه ونيوله او له لاسه وتلې سيمې يې په خپل واک  کې راوستلې.

ځواک وايي،ګرمسېر ته له کومانډو ځواکونو سره يوځاى تازه دمه سرتېري رسېدلي او اوسمهال امنيتي حالات په کنټرول کې دی.

د والي وياند زياتوي، هوايي ځواکونه هم په هوا کې ګزمې کوي او د وسله والو د ځپلو لپاره ځانګړې تدابير نيول شوي دي.

هغه وايي، په نادعلي، ناوې او ځينو نورو سيمو کې هم تصفيوي عمليات روان دي.

نوموړي وويل، د هلمند - کندهار لاره هم پرانېستل شوې، ماينونه شنډ شوي، په ځينو سيموکې چې پولګوټي په بمونو الوځول شوي و او لاره يې بنده کړې وه، چې اوس په لنډمهاله توګه سره جوړېږي.

 ځواک زياته کړه، د اړتيا پر مهال بهرني ځواکونه هم په هوايي عملياتو کې مرسته کوي، په تېرو دوو اونيو کې سلګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، د دې ولايت له شمالي ولسوالۍ څخه راغلي طالبان، چې د لښکرګاه د نيولو په نوم چې ګوندې غنيمت به تر لاسه کړي، په روانوجګړو کې وژل شوي دي.

د ده په خبره، په موسی کلا ولسوالۍ کې له وسله وال مخالفينو سره له دې امله قومي مشرانو او ديني عالمانو مخالفت ښودلی، چې طالبانو د هغو نويو ځوانانو د مړو لپاره چې په بمباريو کې يې جسدونه ټوټه ټوټه شوي، ډله ييز قبرونه جوړول.

د ځواک په وينا، خلکو د دې کار اجازه ور نه کړله، څو ټول ګډ خاورو ته وسپاري، بلکې له طالب مشرانو يې وغوښتل چې د دوی د اولادونو جسدونه بېل بېل ورکړي، څو د هره يوه قبر معلوم وي.

بل خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، تېره ورځ يې په ګرمسېر ولسوالۍ کې ۴ قرارګاوي، ۳ ماموريتونه، ۳۶ پوستې، ۲ ټانکونه، ۳ رينجر موټر او ۴۰ ميله ډول ډول وسلې نيولې دي.

login or register a new account.

Related Topics