Language

“که جانې خېلو ولسوالۍ  ته پام ونه شي سقوط  به شي”

ګردېز(پژواک،٢٣زمرى٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا ځينې غړي او اوسېدونکي وايي چې په جانې خېلو ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه نه دى او که اړينه پاملرنه ورته ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

دوی وايي، په دې وروستيو کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې يو شمېر کورنۍ کډه شوې دي.

په دې اړه د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د زمري په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې په جاني خېلو ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

هغه وايي: (( په دې موده کې امنيتي ځواکونو هېڅ پرمختګ نه دی کړی او وسله وال طالبان د ولسوالۍ مقام ته نږدې شوي دي.))

نوموړی وايي چې د امنيتي ځواکونو يو شمېر مړي او ټپيان په ولسوالۍ کې پراته دي او د لېږدولو کومه لاره يې نشته چې له امله يې يو شمېر سرتېرو ساه ورکړې ده.

منګل وايي که دې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه ونه شي کېداى شي په راتلوونکو دوه ورځو کې دغه ولسوالۍ سقوط وکړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې پر ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو باندې جګړو زور اخيستی او وسله وال طالبان ولسوالۍ ته نږدې شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي فتح خان پژواک ته وويل چې له دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړو سخت زور اخيستى او يو شمېر خلک يې کډه کولو ته اړ کړي دي.

دی وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ مقام درې کيلومترۍ ته رسېدلي او جګړه روانه ده.

د دې ولسوالۍ يو بل اسېدونکي نعمت الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که  د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه ونه شي دغه ولسوالۍ به ډير ژر سقوط وکړي.

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې امنيتي ګواښونه شته ، خو د دې امکان نشته چې وسله وال طالبان دې ولسوالۍسقوط کړي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل پژواک ته وويل چې په جاني خېلو کې د  امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده .

login or register a new account.