کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو ګټو لپاره د پياوړو اړيکو په درلودو ټينګار وکړ.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سفير دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ د ٧٠ مې کليزې د نمانځلو په مراسمو کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې مراسمو کې چې د پاکستان د سفارت په ودانۍ کې نیول شوي وو، په کابل کې مېشتو ګڼو پاکستاني وګړو په کې برخه اخيستې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان سفیر ابرار حسين په خپلو خبرو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ګډو ګټو لپاره د پياوړو اړيکو پر لرلو ټينګار وکړ.
نوموړي يو ځل بيا د خپل هېواد له اړخه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره به خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
هغه په افغانستان کې د پاکستان له خوا پيل شوو د روغتيا او پوهنې په برخو کې د بيارغونې د پروژو په اړه هم معلومات ورکړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP