کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٥): د حکومت اجرائيه رياست وايي، اجرائيه مشر د وروستيو بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي سره خبرې کړې او دواړو لوريو حکومت ته د مشروعيت وربخښلو سرچينې په توګه د سياسي هوکړه ليک عملي کول، اړين ګڼلي دي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دواړو لوريو تر منځ ياده ناسته، نن په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي او د دغه سازمان د سياسي برخې له مشر تاداميچي ياماماتو سره د مهمو ملي مسايلو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستيو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په ياده خبرپاڼه کې راغلي: "دواړو لوريو په بېلابېلو برخو کې د هېواد د مهمو سياسي او امنيتي بدلونونو په اړه هر اړخيزه ارزونه کړې او اوسنۍ شته ستونزې يې په نښه کړې دي."
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر زياته کړې: "دغه راز دواړو لوريو، په بشپړه توګه د نظام ساتنه، د ملي يووالي حکومت ته د مشروع ورکوونکي سياسي هوکړه ليک عملي کول، د اړينو ټاکنيزو اصلاحاتو رامنځته کول او د عمومي غوښتنو عملي کول اړين بللي دي."
دغه راز د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر او سفير فرانزمېشل مېلبن هم له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدو پر مهال د افغانستان حالت ډېر مهم بللى او له اجرائيه مشر څخه يې "د هغه د همېشنۍ هلو ځلو او په هېواد کې د قانون او ثبات ټينګښت په برخه کې ستاينه کړې ده."
اجرائيه مشر، په وروستيو ورځو کې له سياسي څېرو، سفيرانو او د بېلابېلو هېوادونو له سياسي استازو سره ليده کاته او خبرې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP