Language

کندوز کې له پرون راهيسې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي

کندوز(پژواک، ۲۸ زمری ۹۵):د کندوز ولايتي شورا وايي چې له پرون راهيسې وسله والو مخالفينو د کندوز- تخار لويې لارې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي چې تراوسه شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا وکيل صفي الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له پرون مازديګر راهيسې د کندوزـ تخار لويې لارې پر پوستو بريدونه پيل کړي او يو شمېر پوستې يې نيولې دي.

هغه زياته کړه، دا مهال د کندوز- تخار او کندوز- شېرخان بندر لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې  ده .

اميري وويل چې په يادو سيمو کې سرتېرو ورته د ټېلېفون په کرښه ويلي چې دوی د وسله والو مخالفينو له لوري کلابند شوي که دوی ته مرسته ورنه رسېږي، نو وسله وال مخالفين به يې ژوند ونيسي.

هغه زياتوي، کوم معلومات چې ده د ټېلېفون له لارې ترلاسه کړي امنيتي ځواکونو ورته ويلي چې تردې دمه شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د پژواک خبريال چې د جګړې لومړۍ کرښې د پل الچين  سيمې ته تللی و هلته د پاڅوانوالو مشر عبدالرحمن وطن  ورته ويلي چې دوی د وسلو له کموالي سره مخ دي او که دوی ته مرستې ور ونه رسېږي، نو وسله وال مخالفين به ډېرې سيمې ور څخه ونيسي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ هم ياد بريدونه تاييدوي، خو زياتوي چې امنيتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او بريدونه يې په شا تمبولي.

هغه زياتوي  چې تر دې دمه ۱۸ وسله والو مخالفينو ته مرک ژوبله اوښتې.

وسله والو مخالفينو بيا له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې دوی د کندوز – تخار لار تړلې او ګڼ شمېر  پوستې يې نيولې دي.

هغوى ادعا کړې چې په يادو نښتو کې يې  اته سرتېري وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي او دوی هم د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او پنځو نورو  ټپي کېدل مني.

login or register a new account.