ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د ملا رسول ډلې خپل نوى مشر وټاکه

د طالبانو د ملا رسول ډلې خپل نوى مشر وټاکه

author avatar
20 Aug 2016 - 14:06
د طالبانو د ملا رسول ډلې خپل نوى مشر وټاکه
author avatar
20 Aug 2016 - 14:06

خوست ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): له وسله والو طالبانو جلا شوې د ملا رسول ډلې خپل نوى مشر ټاکلى دى.

د دې ډلې يوتن وياند ملا عبدالرحمن نيازي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته د ټيلېفون په ليکه وويل چې د دوى ١٣ کسيزې شورا ملا عبدالرووف عارف د ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلى دى.

هغه د پخواني مشر ملا رسول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نوموړى له ډېرې مودې راهيسې نادرکه دى خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

ملا نيازي وويل چې د دوى مشر ملا عبدالرووف د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

د نوموړي په وينا، ملا عبدالرووف عارف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزارت د مرستيال او د خوست د والي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

د يادونې ده، د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر تر مړينې وروسته، کله چې ملا اختر منصور د دوى مشر وټاکل شو، نو يو شمېر طالب مشرانو او قوماندانانو جلا ډله جوړه کړه او ملا رسول يې خپل مشر وټاکه.

د هرات، فراه ، غزني او پکتيکا ولايتونو کې د دواړو ډلو تر منځ خونړۍ نښتې هم شوې چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

څو مياشتې مخکې د ملا رسول د وژل کېدو ر اپورونه ورکړل شوي وو خو په رسمي توګه تر اوسه نه دى تاييد شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.