تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د تخار ځیني چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د يوې چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې په درقد ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنه د خواجه بهاءالدين او درقد ولسوالۍ پر لويه لاره پر هغو ملکي وګړو شوې، چې خپلو کروندو ته روان وو.
تيمور وايي چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د والي وياند وويل، ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
پرون پر ياده لاره د تخار پر امنيه قوماندان هم چاودنه شوې وه چې له امله يې يو ساتونکى ووژل شو، سکرتر او درې نور ساتونکي يې ټپيان شوي وو.
وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ لويه لاره پر ماينونو ډکه کړې، خو امنيتي مسوولين پرون ادعا کړې وه چې لاره يې پاکه کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.