Language

په مزارشريف کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانېستل شو

مزار شريف (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): په مزارشريف ښار کې د کليو په کچه د لاسي صنعت د توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې د زمري په ۲۹مه، د کليو د صنعت د پرمختګ ملي پروګرام لخوا د مزارشريف ښار په رابعه بلخي سوداګريز مارکېټ کې پرانېستل شو، د کليو اتيا وړو او منځينو توليد کوونکو او سوداګرو په کې برخه اخيستې وه.

د دغه نندارتون يوه تنظيمونکي محمد نايل شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورته نندارتونو له لارې  غواړي کورنيو توليداتو ته د خلکو پام راواړوي.

نوموړي زياته کړه چې په څلوېښتو غرفو کې اتيا توليدکوونکو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.

هغه وايي، په دغو توليداتو کې د کليو په کچه د کرنيزو موادو توليدېدونکي توکي، خوراکي توکي، لباس، د سينګار توکي، خټين توکي او... نندارې ته وړاندې شول.

د بلخ ولسوالۍ د سيداباد سيمې اوسېدونکې مېرمن عاقلې، چې له ټوکرو او مريو څخه جوړ شوي لاسي صنايع يې نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله د لاسي صنايعو بازار ښه شوی دی.

نوموړې د لاسي صنايعو د بازار د ښه کېدو ستر لامل د خلکو د فکر د بدلون مثبته پايله وګڼله.

هغه وايي چې که خلک د بهرنيو توکو پر ځای کورنيو توليداتو ته پام وکړي، ويې پېري او ويې کاروي؛ نو پايلې به يې لا مثبتې وي.

د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد شريف بېلا بېل ډوله شات نندارې ته ايښي وو.

نوموړي زياته کړه چې دغه شات د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره په ګډه د شاتو مچيو له ساتنې څخه تر لاسه کوي.

هغه، چې د خپلو شاتو ډېر صفت يې کاوه، له ټولو بهرنيو شاتو څخه کورني شات ښه وبلل.

د بلخ ولايت مقام استازي چې په ياد نندارتون کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې ورته نندارې د کليو په کچه د کورنيو د اقتصادي حالت په ښه کېدو کې مثبت رول لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.