مهترلام (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى شوم پلانونه يې شنډ کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې د ولايت د مرکز مهترلام اړونده کليو، د الينګار، اليشنګ او دولت شاه ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو او نښتو کې د مخالفو وسله والو ۴۱ کسان وژل شوي او څه دپاسه ٦٠ نور ټپيان دي، چې په کې يو شمېر قوماندانان هم شامل دي.
ځواک وايي، د دولت وسله والو مخالفينو له مختلفو تکتيکونو په ګټې اخيستنې هڅه کوله، چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پوستو ته سقوط ورکړي ، يا هم دغو اتلو سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله واړوي او خپل شوم پلانونه تطبيق کړي.
خو د نوموړي په وينا، د ملي ځواکونو له خوا د لغمان په هر کونج کې په پوره مېړانې او سرښندنې سره وسله وال مخالفين وځپل شول، درانه تلفات يې ور واړول او دې ته يې پرې نښودل چې د خپلو شومو موخو عملي کېدو ته ځان ورسوي.
د والي وياند وايي چې ددغو جګړو له امله له بېلا بېلو سيمو څخه ملکي وګړي زيانمن شوي او د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړکړل شوي دي.
دغه راز نوموړي ادعا و کړه چې د نليار هغه په پاخه او اساسي شکل جوړ شوی پول يې هم په بمونو والوځاوه کوم چې د الينګار ولسوالۍ په ولسونو سربېره پرې د غربي نورستان په زرګونه ملکي خلکو هم تګ راتګ کاوه.
خو طالبانو ددې پول د الوځولو خبر رد کړى دى.
د والي وياند دغه راز وويل چې په دې نښتو کې لس دولتي سرتېري وژل شوي او تر ١٥ نور بيا ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP