مهترلام (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو چارواکي وايي چې وسله وال ځواکونه به ډېر ژر په لغمان کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د مخالفو وسله والو جرړې وباسي.
دا څرګندونې په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد علي شجاعي د زمري په ٣١مه، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې په دې ليدنه کې د لغمان او يادې قول اردو نورو پوځي او ملکي چارواکو هم برخه اخيستې وه.
جنرال شجاعي وويل چې د لغمان ولايت مقام د بيا بيا غوښتنو او وړانديزونو پر بنسټ د لغمان او د دې ولايت د ولسونو د امنيت خونديتوب يې په لومړيتوب کې ځای لري او په دې برخه کې به اساسي پاملرنه وکړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د امنيت د خونديتوب، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د زياتوالي، د هغوی د بشپړ اکمال او تجهيز، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د رعايت او تطبيق او د تحکيماتو په برخو کې ځينې مهمې غوښتنې او وړانديزونه له راغلي پلاوي سره شريک کړل.
بريد جنرال محمد علي شجاعي د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې ۲۰۱ سيلاب قول اردو ژمنه کوي چې په خپل ټول توان سره به په دې ولايت کې د دښمن د ځپلو او له منځه وړلو په خاطر له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د ولايت مقام تر رهبرۍ لاندې د ولايت د نظامي شورا د پرېکړو پر اساس په هغو سيمو کې چاڼيز عمليات تر سره کړي چې د دوی په لومړيتوب کې ځای لري.
د سيلاب قول اردو لوړ پوړي پوځي پلاوي په داسې حال کې لغمان ولايت ته سفر کړى،چې په دې وروستيو کې د لغمان په مرکز او در ېيو ولسواليو کې سخت جنګونه شوي چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP