Language

لوګر کې ۱۴ وسله وال وژل شوي

پل علم (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٤ طالبان وژل شوي دي.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په دې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل او د ولسوالۍ د سقوط پلان يې درلود.

هغه وايي: ((طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ په تپې خان، چلتن او احمدک سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.))

ده زياته کړه، د دغو بريدونو په ترڅ کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل چې په دې جګړو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياد بريدونه او مرګ ژوبله تاييد کړل.

د بره کي برک د چلتن سيمې اوسېدونکي ذاکر پژواک ته وويل، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې څو ځايه د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي، په دې جګړو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بره کي برک د مرکز پل علم سوېل لور ته په شل کيلومترۍ کې ناامنه پرته ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.