Language

مزارشريف به سبا د مولانا د نړيوال سيمينار کوربه وي

مزارشريف (پژواک، ۳١ زمری ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ژوند او هنر په اړه د نړيوال سيمينار چارې بشپړې شوې او سبا به پيل شي.

د دغه سيمينار د چارو د کمېسيون مسوولين وايي چې له ننه به له هېواده بهر او له نورو ولايتونو، مزارشريف ښار ته د ياد سيمينار ګډونوال را ورسېږي.

((د بلخي مولانا نړيوال سيمينار)) د چارو د کمېسيون وياند صادق عصيان د زمري په ۳١ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد سيمينار کې به مولانا جلال الدين محمد بلخي پر ژوند او هنر باندې خبرې وشي.

عصيان وويل چې ياد سيمينار د بلخ ولايت مقام لخوا د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د ايکو فرهنګي سازمان په ملتيا جوړېږي.

نوموړي زياته کړه: ((سيمينار به دا په ډاګه کړي، چې دغه افغان بلخي عالم په بلخ کې زېږېدلی او له دې ځمکې يې له نورې نړۍ سره اړيکې پيدا شوي او په نړيوال شخصيت بدل شوی، چې اوس ټولې نړۍ پورې تړلی دی.))

د هغه په وينا، سيمينار به درې ورځې دوام وکړي چې دوه ورځې يې په مزارشريف ښار دريمه ورځ به يې به کابل کې وي.

عصيان د سيمينار د منځپانګې په تړاو معلوماتو کې وويل چې د سيمينار لومړۍ ورځ تر نيمايي تشريفاتي ويناوو او پيغامونو ته ځانګړې شوې او چې وروسته له وخته به د سيمينار علمي برخه پيلېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په علمي برخه کې به د هېواد او نړۍ په کچه مولانا پېژندونکي عالمان برخه ولري او بلخي پر ژوند او هنر به خپلې مقالې وړاندې کړي.

په بلخ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي سيمينار د فرهنګي چارو مسوول او د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې د سيمينار په اوږدو کې د مثنوي، تولۍ، سما نڅا او د مولانا د ژوند او هنر اړوند نندارې وړاندې شي.

نوموړي زياته کړه چې د سيمينار يوه برخه کې د مولانا او بلخ اړوند د انځورونو، تصويرونو او هنرۍ نقاشۍ نندارې ته ځانګړې شوې ده.

هغه همداراز د سيمينار په اوږدو کې د شپې لخوا د موسيقۍ او مشاعرې تر سره کېدو يادونه هم وکړه.

د ياد سيمينار د کمېسيون اجراييه مرستيال ذبيح الله فطرت وويل چې سيمينار ته له هېواده بهر او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو مولانا پېژدونکي راغوښتل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.