مهترلام (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): چارواکي وايي چې د لغمان ولايت په هغو سيمو کې به د بيارغونې پروژې نه پلې کوي چېرې چې د پوليو واکسين د کمپاين پر وړاندې خنډ جوړېږي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي دا څرګندونې د عامې روغتيا له رياست او له اړوندو نورو سکتوري رياستونو سره په غونډه کې وکړې.
هغه زياته کړه، دا غونډه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليو يا ګوزڼ د واکسين د ښه تطبيق پر وړاندې يې د شته خنډونو په اړه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د عامې روغتيا رييس او د همکارو موسسو استازو د ټول لغمان په کچه د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو او په ځانګړې توګه د پوليو د واکسين د تطبيق په اړه د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي زياته کړه، يوازې په الينګار ولسوالۍ کې د واکسينونو د تطبيق پر مخ کې ستونزې او خنډونه شته دي او دوی په دې هڅه کې دي چې د سيمې د قومي مخورو مشرانو، ديني عالمانو او جهادي شخصيتونو په همکارۍ دغه خنډونه له مخې لرې کړي.
د هغه په وينا، په الينګار ولسوالۍ کې د واکسين د نه طبيق له امله زرګونه ماشومان له دې څخه بې برخې کېږي.
د لغمان والي وويل، هغه سيمې چې دا مهال په کې د روغتيايي خدماتو او په ځانګړې توګه د واکسين د تطبيق په برخه کې ستونزې موجودې دي، که د سيمې خلک يې د روغتيايي ټيمونو سره د دغو ستونزو په حل کې بشپړه همکاري ونه کړي نو د هغو سيمو خلک به د ټولنيزو خدماتو تر څنګ له پرمختيايي پروژو هم بې برخې شي.
نعيمي د عامې روغتيا رييس او ور سره همکار ټيم ته دنده وسپارله چې په ټول لغمان کې ولسونو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړي او واکسينونه په خپل وخت په دقت سره تطبيق کړي.
والي په ډاګه کړه، هغه څوک چې د واکسينونو د تطبيق پر وړاندې ستونزې را ولاړوي په حقيقت کې د هغو کوچنيانو د ژوند سره لويه جفا کوي، څوک چې د دې هېواد د راتلونکې پانګه او غښتلې مټې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP