Language

مزارشریف کې د مولانا جلال الدین د ژوند او هنر په اړه سیمینار پیل شو

مزارشريف (پژواک، د وږي لومړى نېټه ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ژوند او هنر په اړه نړيوال سيمينار پيل شو.

د دغه سيمينار د چارو د کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه سيمينار کې دولتي چارواکو، عامو خلکو او يو شمېر بهرنيو ګډون کړى دى.

((د بلخي مولانا نړيوال سيمينار)) د چارو د کمېسيون وياند صادق عصيان د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د سيمينار په پيل کې تشريفاتي خبرې او د ځينو دولتي چارواکو پيغامونه ولوستل شول.

عصيان  وويل: ((د سيمينار لومړۍ ورځ تر نيمايي تشريفاتي ويناوو او پيغامونو ته ځانګړې شوې وه او تر دې وروسته به  د سيمينار علمي برخه پيل شي.))

د هغه په وينا، دغه  سيمينار د بلخ ولايت مقام له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ايکو فرهنګي سازمان په ملتيا جوړ شوى دى.

ده زياته کړه، دغه سيمينار په درې ورځې دوام ولري چې دوه ورځې به په مزارشريف ښار او دريمه ورځ به کابل کې وي.

هغه همداراز د سيمينار په اوږدو کې د شپې له خوا د موسيقۍ او مشاعرې ترسره کېدو يادونه هم وکړه.

د ياد سيمينار د کمېسيون اجرايه مرستيال ذبيح الله فطرت وويل چې سيمينار ته له هېواده بهر او د هېواد له ځینو ولايتونو مولانا پېژدونکي راغوښتل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمينار کې به د اطلاعات او فرهنګ وزارت لوړپوړي چارواکي، د ايکو فرهنګي سازمان غړي او د هندوستان، تاجکستان، ايران او پاکستان په ګډون له ځينو نورو هېوادونو څخه بهرنيو مېلمانو ګډون کړى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.