لښکرګاه (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د هلمند چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې ٢١ وسله وال طالبان وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په مرکز لښکرګاه، نهرسراج او نادعلي ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.
هغه وايي چې په يادو نښتو کې هوايي ځواک هم پوره ونډه درلوده.
د ځواک د معلوماتو له مخې، د يادو نښتو او بريدونو پر مهال ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
دى وايي چې په دې نښتو کې د ملا قريب او طالب اغا په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.
ځواک زياته کړه چې د نښتې پر مهال د طالبانو يو سراچه او يو ډاډسن موټر هم له منځه تللي دي.
د نهر سراج ولسوالۍ د کمپرک سيمې اوسېدونکي شاه اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د کجکي، سنګین، واشیر، نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشین ولسواليو يواځې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره دي.
login or register a new account.