کندوز (پژواک، ٢ وږى ٩٥): په کندوز کې د جګړې له سختېدو سره د دغه ولايت يو شمېر مدني فعالان وايي چې د ولايتي شورا ټول غړي کابل ته تښتېدلي دي.
د کندوز يوه مدني فعال شهباز صابري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کندوز ولايت کې د وروستيو نا امنيو او جګړو له امله کابل ته تللي او اوسمهال هېڅوک هم په ولايتي شورا کې نشته.
هغه زياته کړه چې د کندوز خلک په سختو شرايطو کې ګیر دي د خلکو استازي د دې پر ځاى چې د خلکو تر څنګ پاتې شي او د خلکو ستونزې حل کړي، کابل ته تښتېدلي دي.
د بشير په نوم د کندوز يوه بل مدني فعال وويل چې خلکو د ولايتي شورا غړو ته د دې لپاره رايه ورکړه چې په سختو شرايطو کې يې غږ اوچت کړي، اوس د کندوز خلک د جګړې په اور کې سوځي، خو د ولايتي شورا غړو خلک او ولايت پرېیښى دى.
په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړي صفي الله اميري د دې پخلى وکړ چې د ولايتي شورا مشر او نور غړي له پنځو ورځو راهيسې کابل ته تللي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ ځکه کابل ته راغلي يو چې د خلکو ستونزې د کابينې له وزيرانو سره شريکې کړو، څو کندوز ته جدي پاملرنه وشي.))
د پژواک د خبریال د سترګو ليدلي حال پر بنسټ د کندوز ولايتي شورا پرانېستې، خو له يوه ساتونکي پرته نور هېڅوک هم نشته.
خو د کندوز ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي چې اوسمهال په کابل کې دى، پژواک ته وويل چې د کندوز ولايتي شورا ټول غړي کابل ته نه دي راغلي، دوه غړي د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي او دوه نور په امام صاحب ولسوالۍ کې بند پاتې دي.
هغه زياته کړه: ((زه په کابل کې د ناروغۍ له امله بستر يم، شايد سبا بېرته کندوز ته ستون شم.))
د کندوز ولايتي شورا د دريو ښځو په ګډون ١٥ غړي لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي، کندوز کې يې د دولتي ارګانونو ټولو رييسانو ته خبردارى ورکړی چى که چېرته هر څوک د نا امنۍ له امله دغه ولايت پرېږدي، بېرته به اجازه ورنه کړي چې کندوز ته ورشي.
والي پژواک ته وويل: ((زه له خپلې کورنۍ سره په کندوز کې يم، تر مرګه به دلته وم، هېڅ کوم رييس ته هم اجازه نه ورکوم چې له کندوز وتښتي.))
login or register a new account.