ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلکو د امنیت په ټینګښت کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ

د خوست خلکو د امنیت په ټینګښت کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ

author avatar
24 Aug 2016 - 15:00
د خوست خلکو د امنیت په ټینګښت کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ
author avatar
24 Aug 2016 - 15:00

خوست ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د خوست اوسېدونکو د سولې په پروسه او د امنيت په ټينګښت کې د ځوانانو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې له ځوانانو پرته دغه چاره ناشونې ده.

يادې څرګندونې د سولې او امنيت په راوستو کې د ځوانانو د ونډې تر نامه لاندې په خوست ښار کې د يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې وشوې.

ياد کنفرانس چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت له لوري جوړ شوی و، د لسګونو ځوانانو تر څنګ په کې يو شمېر مېرمنو هم برخه اخيستې وه.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس محمدامين شاه الفت کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، دا چې د ټولنې له نيمايي زياته برخه ځوانان جوړوي، نو د سولې په راوستو کې هم دوی تر بل هر چا ډېر رول لوبولاى شي.

نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د هر ډول ورانکارو کړنو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او په ګډه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

هغه زياته کړه: ((يو ځوان چې له پوره انرژۍ برخمن وي، د هېواد د جوړونې لپاره ډېر څه کولای شي، همدغسې ځوان د يوې ټولنې په بهبود او پرمختګ کې زيات رول لري او تر هر څه مهمه د سولې په راوستو کې د هغوی رول ډېر مهم دی.))

مدني فعال ډاکټر عبدالجبار جبارخېل بيا وايي چې په اوسنيو حالاتو کې له ځوانانو د جنګ د يوې وسيلې په توګه ګټه اخيستل کېږي او هره ورځ سلګونه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وويل، که چېرې ځوانان غواړي چې سوله ييز ژوند ولري، نو جنګ ته دې نه ووايي او د يو باثبات او پرمختللي دولت جوړېدو ته دې زمينه برابره کړي.

هغه زياتوي: ((ځوانان نن سبا هغه د سون مواد دي چې د جنګ په هر مورچل کې استفاده کېږي، که چېرې ځوانان سم فکر وکړي او ملي ګټو ته ژمن شي، نو موږ به بيا ډېر ژر د نېک بختۍ پر لور حرکت وکړو.))

په دې غونډه کې د ښځو استازې شميم څانګې وويل چې د سړيو تر څنګ د ښځو ونډه هم د امنيت په ټينګښت او د سولې په راوستو کې اړين دي.

دې وويل: ((له بده مرغه چې دولت د سولې او امنيت په روستو کې له مرمېنو سره هيڅ ډول مشوره نه ده کړې، زموږ غوښتنه داده، چې په دې برخه کې مېرمنو ته حق ورکړي.))

بل لور ته د خوست د سولې ولايتي کمېټې د دارلانشاء ريیس خوشحال حسن دغه کنفرانس کې د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې نور د افغانانو له وژنې لاس په سر شي او د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.