کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٥): د ملي امنيت شورا وايي، پر امريکايي پوهنتون بريد د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې مديريت کېده او له همدې امله ولسمشر د پاکستان د وسله وال پوځ له لوى درستيز سره ټېلفوني خبرې وکړې.
دغه بريد پرون ماښام د کابل ښار په دارالامان سيمه کې شاوخوا اوه بجې هغه مهال پيل شو، کله چې يوه ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر د پوهنتون له دېوال سره وجنګاوه او نور وسله وال د پوهنتون ودانۍ ته دننه شول، چې تر لسو ساعتونو وروسته دا نښته پاى ته ورسېده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تازه معلوماتو پربنسټ، په دې پېښه کې یو استاد، اوه محصلین، د پوهنتون دوه امنیتي ساتونکي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو درې منسوبین وژل شوي او نهه پولیس او ۳۶ محصلین او د پوهنتون کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ملي امنیت شورا فوق العاده غونډې پر افغانستان امریکایي پوهنتون د پرون شپې برید جزئیات، نن سهار په جمهوري ریاست ارګ کې وارزول.
سرچينه کاږي، د اسنادو ارزونه او د ملي امنیت عمومي ریاست باوري موندنې ښیي، چې برید د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سازمان دهي او مدیریت کېده، خو د پېښې او ترلاسه شویو شواهدو لا زیاته څېړنه روانه ده.
سرچينه زياتوي، محمد اشرف غني په داسې حال کې چې د ملي امنیت شورا غړو هم حضور درلود، د پاکستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال راحيل شریف سره ټېلیفوني خبرې وکړې او د هغو ترهګرو پر ضد یې د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه، چې دا برید یې سازماندهي کاوه.
د خبرپاڼې په حواله، جنرال شریف ژمنه وکړه، چې د موضوع له ارزونې وروسته به د افغانستان لوري ته د اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
په دې غونډې پرېکړه شوې، چې له ټولو امکاناتو دې د قربانيانو له کورنیو سره د مرستې او ټپیانو ته د رسیدګۍ په خاطر ګټه واخیستل شي او د پوهنتون د احیا او فوري بیارغونې په خاطر دې امکانات برابر شي.
ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو، اتلولۍ او حوصله مندۍ څخه د مننې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به د دې برید د عاملینو د تعقیب او د قانون پنجو ته د سپارلو په خاطر له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP