کندوز (پژواک، ۴ وږى ۹۵): لوی درستيز په کندوز کې د ټیټې کچې امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ له نشتوالي اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې ستر چاڼيز عمليات پيل کړي.
د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم نن په کندوز ښار کې د خبري ناستې پر مهال وويل، په دغه ولايت کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو تر منځ همغږي شته، خو په ټيټه کچه بيا د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شتون نه لري.
هغه زياته کړه: "کندوز ته زما د راتګ اصلي موخه د نورو فعاليتونو تر څنګ د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول دي."
د ده په خبره، ډېر ژر به په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ستر چاڼيز عمليات پيل کړي.
د کندوز ښار په شاوخوا سيمو او ځينو ولسواليو کې له څه مودې راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي.
شهيم وايي، د ملي دفاع وزارت د الچين پله د استحکام چارې پيل کړې دي، تر څو دغه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.
دى زياتوي، د ياد پله د اساسي رغونې په موخه ولسمشر د فوايد عامې وزارت ته لارښوونه کړې چې دغه پول په اساسي ډول بيا ورغوي.
د کندوز امنيتي چارواکو ويلي وو، الچين پول د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې ويجاړ شوى دى.
ياد پول ٣٠٠ متره اوږدوالى او شپږ متره پلنوالى لري چې درې ولسوالۍ له کندوز ښار سره نښلوي او له تاجکستان سره د کندوز د نښلېدو لار هم ده.
لوى درستيز په کندوز کې د برېښنا د ستونزې په اړه وويل، امنيتي ځواکونو ته يې لارښوونه کړې، په ټولو هغو سيمو چې د برېښنا پايو په کې زيان ليدلى، د وسله والو له شتونه پاکې کړي، تر څو د برېښنا رياست په همکارۍ د کندوز، تخار او کابل د برېښنا ستونزه هواره شي.
د يادونې ده، د دې پايو د عوارضو له امله له يوې اونۍ راهيسې په کندوز کې برېښنا پرې او په کابل او تخار کې بيا د برېښنا پرچاوي زياته شوې ده.
login or register a new account.