Language

د پکتیکا د جاني خېلو د نجونو یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

 

ښرنه (پژواک، ٥ وږى ٩٥): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٦ ميليونو افغانيو په ارزښت يو ښوونځى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيکا والي الياس وحدت د دغه ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې وويل، د نجونو دغه منځنی ښوونځى د پوهنې وزارت د انکشافي بوديجې د ١٦ ميليونو افغانيو په مالي لګښت جوړ او د يوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.

ده زياته کړه چې دغه ښوونځى اته درسي خونې، يوه د لابراتوار خونه او نور اړين ملحقات لري چې په جوړېدو سره به يې د دې سيمې نجونې په ارامه فضا کې زده کړې وکړي.

د دې ولسوالۍ يوه ښوونکي ګلاب خان پژواک اژانس ته وويل چې د جاني خېلو اوسېدونکي په دې وروستيو کې غواړي پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي، خو مناسبې اسانتياوې نه لري.

د هغه په وينا، دوی پر دې خوشحاله دي چې د لومړي ځل لپاره د جاني خېلو د چمبرانو د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ ورته په پاخه او اساسي ډول ورغول شوه، خو ډېری نور ښوونځي يې هم ودانۍ نه لري.

د پکتيکا والي په دې غونډه کې له قومي مشرانو وغوښتل چې د خوشامند ولسوالۍ د ښوونځيو په خلاصولو کې ورسره همکاري وکړي.

د جاني خېلو په ګاونډ خوشامند ولسوالۍ کې له کلونو کلونو راهيسې هېڅ ښوونځى نشته چې له امله يې د دې سيمې ټول اوسېدونکي بې تعليمه لوی شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.