Language

نادعلي کې د بهرنیو ځواکونو بمبار ګڼ کسان وژلي

لښکرګاه (پژواک، ٥ وږى ٩٥): د هلمند چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبان وايي، بمبار پر يوه زندان شوى دى او ٢٢ عسکر په کې وژل شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژوک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته د نادعلي ولسوالۍ پر "يو دېرش غربي" سيمې د بهرنيو ځواکونو له لوري دوه هوايي بريدونه چې له بګرامه رهبري کېده، پر طالبانو شوي دي.

ده زياته کړه، يو بمبار د ماسپښين شاوخوا دوه بجې د طالبانو د ماين جوړونې پر مرکز او بل مازديګر مهال د هغوى پر يوې غونډې شوى چې ٢٤ طالبان په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند والي حيات الله حيات دا نه مني، چې بمبار شوې سيمه کې دې زندان وي.

ده پژواک اژانس ته وويل: "بهرنيانو ما ته معلومات راکړي چې دا د طالبانو مرکز و، ٢٤ ساعتونه مخکې دغه کسان عکاسي او تر څېړنې لاندې نيول شوي وو، بيا وروسته پرې بمبار شوى دى، موږ پر زندان بمبار نه کوو، بلکې چاپه پرې اچوو، تر څو بنديان ژوندي را خلاص کړو."

د هغه په خبره، په دغه هوايي بريد کې د طالب قوماندان "کاکو اغا" په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته بيا وويل چې دغه بمبار د طالبانو پر يوه زندان شوى چې ده په خپله د ٢٧ مړو جسدونه ترې را ايستلي دي.

دى زياتوي، په دې پېښه کې د ماين پاکۍ موسسې د درېيو کارکوونکو په ګډون ١١ بنديان او پاتې نور طالبان وژل شوي دي.

د ده په وينا، دغه زندان د "خان ملا" په نوم د يوه ملکي وګړي په کور کې و چې طالبانو په کې اړولي وو او اوسمهال په بمبار کې نړېدلى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي هم وايي، د دوى پر يوه زندان د بهرنيو ځواکونو د بمبار له امله ٢٢ اسیر عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان شوي چې نن د دوى له خوا خوشې کېدل.

ده زياته کړې، دغه بمبار د نادعلي پر ژړ پول سيمه باندې شوى او د یاد  محبس درې ساتونکي هم په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.