مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۵): په بلخ ولايت کې د تازه سروې پايلې ښيي چې ۸۶ سلنه خلک د داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو د کړنو پر خلاف نظر لري.
د يادې سروې پايلې، نن شنبه د وږي په ۶مه، مزار شريف ښار کې له رسنيو سره شريکې شوې.
په دغې سروې کې چې د افغانستان د خلکو بنسټ او د نهاد خصوصي راډيو له خوا ترسره شوې؛ شاوخوا اته سوه کسان پوښتل شوي دي.
د افغانستان د خلکو بنسټ مشر نجيب پيکان پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغې سروې کې خلک په مخامخ او يا د ټېليفون له لارې پوښتل شوي دي.
هغه زياته کړه، ۸۶ سلنه خلکو د داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو پرخلاف نظر ورکړی او هغوی يې ترهګر بللي دي.
نوموړي دا هم وويل چې نږدې ټولو کسانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وښود؛ خو اکثريت پوښتل شوي کسان د ملي وحدت حکومت له کړنو څخه ناراضه دي.
په ياده سروې کې ځينو پوښتل شوو خلکو د بلخ له پوليسو هم شکايت کړی او ويلي يې دي، پر وخت د دوی ستونزو ته رسېدګي نه کېږي.
هغه دا هم وويل چې د لس سلنه خلکو له ځوابونو دا پايله اخيستل کېږي چې طالبي او داعشي مفکورې يې لرلې او د دغو ډلو کړنو ته يې توجيهات لټول.
د پيکان په وينا، په پوښتل شوو کسانو کې د مزار شريف ښار او د بلخ ولسواليو اوسېدونکي شامل دي.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات د غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، خوشحاله دی چې افغانان له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
ده زياته کړه، پوليس شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او تل هڅه کوي چې د خلکو ستونزې حل شي.
نوموړي د هغو خلکو د ډاډ لپاره چې د بلخ له پوليسو يې نارضايتي ښودلې وه، وويل چې دغې مسئلې ته به جدي پام وکړي او د ستونزو د هوارولو لپاره به هڅې وکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.